Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

الکسي اویرچوک: روسیه د باثباته افغانستان ملاتړې ده.
۲۷ ثور ۱۴۰۴

الکسي اویرچوک: روسیه د باثباته افغانستان ملاتړې ده.

د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت ویلي، روسیه کې د کازان ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم پرانیستغونډه کې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د نورو هېوادونو پر پانګونې ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې اوس مهال په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه فرصت برابر دی. 

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال، الکسي اویرچوک بیا ټینګار کړی چې روسیه د باثباته افغانستان ملاتړې ده او د مسکو او کابل ترمنځ د سوداګریز مرکز پر جوړېدو هوکړه شوې ده. 

په دغه غونډه کې له افغانستان سره د ګڼو نورو همکاریو او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې اړوند هم خبرې شوې دي.

مطالب

الکسي اویرچوک
روسیه د باثباته افغانستان ملاتړې ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ