Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان کې بریدونه؛ دوه سرتېري وژل شوي او یوشمېر ټپیان دي.
۱۰ دلو ۱۴۰۳

پاکستان کې بریدونه؛ دوه سرتېري وژل شوي او یوشمېر ټپیان دي.

پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو پر دوام، په تازه نښتو او بریدونو کې څلور سرتېري وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

په لومړۍ پېښه کې چې د پاکستان د بلوچستان ایالت په  قلعه عبدالله کې شوې، وسله‌والو د اېف‌سي ځواک پر یوه مرکز ډله‌ییز برید کړی او دوه سرتېري یې، وژلي دي.

پوځ دعوه کړې چې د ترهګرو دا برید یې شنډ کړی اؤ د دوؤ ځانمرګیانو په ګډون یې پينځه ترهګر وژلي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې وسله‌‌والو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د قلعه‌ عبدالله په ګلستان سیمه کې د امنیتي ځواکونو پوستې ته نږدې چاودنه ورکړې او نښته رامنځته شوې.

پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو له قوله بیا راپور ورکړی چې چاودنه د ځانمرګي برید له کبله رامنځته شوې او ګڼ‌ سرتېري په‌کې وژل شوي او ټپیان دي.

بل‌خوا د خېبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د پاکستان د پوځ دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

دغه پېښې داسې مهال کېږي چې تېرکال د دغه هېواد د یوشمېر څېړنیزو بنسټونو د راپورونو له مخې، بلوچستان او خېبرپښتونخوا هغه ایالتونه یاد شوي چې د امنیت ضد ډېرې پېښې په‌کې رامنځته شوي دي.

مطالب

پاکستان کې بریدونه
دوه سرتېري

دا خبر نورو سره شریک کړئ