Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې د رمضان جام په نوم د والیبال سیالۍ پيل شوې.
۱۵ حوت ۱۴۰۳

خوست کې د رمضان جام په نوم د والیبال سیالۍ پيل شوې.

د خوست ولایت د بدنی روزنې او ورزش امريت مسوولين وايي چې د والیبال فدراسیون ترچتر لاندې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سیالۍ پیل شوې دي. په یادو سیالیو کې ۱۶ لوبډلې په ۴ ګروپونو وېشل شوې، چې د روژې مبارکې مياشتې ترپایه به يادې سیالۍ روانې وي. د رمضان جام سیالیو لومړۍ لوبه د یعقوبیو صبریو منتخب او دلپوریو لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې لوبه د ۲/۱ میدانونو په ګټلو سره د دلپوریو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

مطالب

خوست کې د رمضان
جام په نوم د والیبال
سیالۍ پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ