Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر چارواکي: د شهیدانو کورنیو سره مرسته کول مو مسوولیت دی.
۱۴ حمل ۱۴۰۴

لوګر چارواکي: د شهیدانو کورنیو سره مرسته کول مو مسوولیت دی.

د لوګر محلِ چارواکو د شهیدانو کورنیو سره د اختر نمانځنې په مراسمو کې وویل، د شهیدانو کورنیو سره دوامداره مرسته کول یي، مسوولیت دی.

د دغه ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرور وویل، په تېرو شلو کلونو کې د لوګر اوسېدونکي د جګړو له امله زیانمن شوي او اوس باید د یادو کورنیو لاسنیوی وشي.

د نوموړي په وینا، افغانستان ته سراسرې امنیت راغلی، د شهیدانو کورنیو د غړیو برکت دی او اړتیا ده چې د حکومت سربېره یې هر افغان لاسنیوی وکړي.

بل‌خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي  احمدالله وویل، شته نظام افغانانو ته چاه په ډالۍ نه‌دی ورکړی، د افغانانو د قرباینو په پایله کې بریا ته رسېدلی دی.

نوموړي په تېرو جګړو کې د افغانانو قرباني وستایله او په ولس یې غږ وکړ چې د شته نظام کلک ملاتړ وکړي.

د غونډې په پای کې د شهیدانو په یوشمېر کورنیو هم نغدي مرسته ووېشل شوه.

مطالب

لوګر چارواکي
د شهیدانو کورنیو سره مرسته
کول مو مسوولیت دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ