Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست  کې د ۱۸۵زره ډالرو په لګښت د «والېبال جمنازیوم» جوړ شوی
۳۰ جدی ۱۴۰۳

خوست کې د ۱۸۵زره ډالرو په لګښت د «والېبال جمنازیوم» جوړ شوی

خوست ښار لوېدیځ لور ته د ازادۍ مېنې په ښارګوټي کې د یوه پانګه‌وال له لوري د ۱۸۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د والېبال معیاري جمنازیوم جوړ شوی دی.

ياد پانګه‌وال اسماعیل سالار وایي، دا چې دغه ولايت کې د والیبال لوبغاړي او مینوال خورا زیات دي او تر دې دمه د یادې لوبې لپاره معیاري لوبغالي نه‌وو، نو په همدې موخه يې دغه جمنازیم جوړ کړ.

هغه زياته کړه چې د واليبال ياد جمنازیوم چې ټولې اسانتیاوې په‌کې موجودې دي، پر جوړېدو يې ۱۸۵زره امریکایي ډالر لګښت راغلی دی.

د ياد جمنازيوم د پرانيستې مراسمو کې د خوست د بدني روزنې امر عطاالله کډوال وايي چې د بېلابېلو موسسو په مرسته به په مرکز او ولسواليو کې لوبغاړو ته د لوبو لپاره اسانتياوې رامنځته کړي.

هغه وويل په خوست کې د کرېکټ، فوټبال او نورو لوبو ميدانونه شته او نور به هم رغول کېږي. خوست کې د والیبال يوشمېر لوبغاړي هم د یاد جمنازیوم جوړېدو ته خوښ دي.

دوی زیاتوي چې تر دې وړاندې د واليبال لوبې لپاره معياری ځای نه‌وو.

د واليبال يوه لوبغاړي نوراحمد وويل چې دا به د خوست سربېره، د ګاونډیو ولایتونو او کوزې پښتونخوا لوبغاړو ته هم ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.

هغه دغه‌راز وويل چې په راتلونکې کې به د واليبال مسلکي لوبغاړي وروزل شي.

د معلوماتو له مخې، په خوست کې شاوخوا ۵۰۰ د والیبال لوبې رسمي کلبونه شتون لري چې په‌کې زرګونه لوبغاړي لوبه کوي.

مطالب

خوست
د والېبال معیاري جمنازیوم

دا خبر نورو سره شریک کړئ