Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د خوړو نړیوال سازمان: افغانستان د خوارځواکۍ لوړې کچې سره مخ دی.
۱۳ ثور ۱۴۰۴

د خوړو نړیوال سازمان: افغانستان د خوارځواکۍ لوړې کچې سره مخ دی.



د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان مرستیالې هارالډ مان هارټ ویلي، افغانستان دې وروستیو کلونو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لوړه کچه تجربه کوي.

د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان برخې یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مېرمن هارالډ مان هارټ افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا سره په ګډه کابل کې د خوارځواکۍ د درملنې له یوه مرکز څخه لیدنه کړې ده.

هغې ټینګار کړی چې افغانستان کې د روان بحران تر ټولو ډېر زیان افغان ښځې او نجونې ګالي.

تر دې وړاندې کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا هم له یاد روغتیايي مرکز څخه تر لیدنې وروسته ویلي وو، د جاپان دولت د خوراځواکۍ خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له افغان کورنیو ملاتړ کوي.

د هغه په وینا، په خوارځواکۍ د اخته مېندو او ماشومانو حالت زړه بوږنونکی دی، خو د خوړو نړیوال پروګرام او د نورو شریکانو مرستې هیله بښونکې دي.

مطالب

د خوړو نړیوال سازمان
افغانستان د خوارځواکۍ
لوړې کچې سره مخ دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ