Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

وانګ يي د پاکستان د صدراعظم له مرستیال او بهرنيو چارو وزير سره وليدل.
۱ جوزا ۱۴۰۴

وانګ يي د پاکستان د صدراعظم له مرستیال او بهرنيو چارو وزير سره وليدل.



د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنیو چارو وزير وانګ يی د مې په شلمه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان له مرسیتال صدراعظم او بهرنیو چارو وزير محمد اسحاق ډار سره وليدل.

 وانګ يي له  ډار سره د ليدو پر مهال ويلي چې چين له پاکستان سره د عنعنوي دوستۍ د لا ټينګېدو، د ګډو ګټو پر بنسټ د خپلمنځي همکاريو د لا پياوړتيا او له ننګونو سره د مقابلې په باب مهم بحثونه کړي دي.

ده ویلي چې د چین او پاکستان له یادو همکاریو څخه د دوه اړخيزو اړيکو لوړه سويه ښکاري. هغه زياته کړې چې چين به د ښه ملګري په توګه تل د پاکستان د ملي حاکميت او د خاورو د بشپړتيا د ساتلو لپاره له پاکستان څخه ملاتړ وکړي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د پاکستان له هڅو ملاتړ کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخيزو همکاريزو ستراتيژيکو اړيکو ته به لا پرمختګ وکړي.

د پاکستان د صدراعظم مرستيال هم ويلي چې پاکستان د يو چين د پېژندنې پر اصل ټينګار لري او تر خپلې وسې پورې به په خپل هېواد کې د چينايي کارکوونکو، پروژو او ارګانونو خونديتوب تضمين کړي.

مطالب

وانګ يي د پاکستان د صدراعظم
مرستیال او بهرنيو چارو وزير سره وليدل

دا خبر نورو سره شریک کړئ