Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزني کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي.
۱۳ حوت ۱۴۰۳

غزني کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي.

د غزني ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د اوبو رسولو د شپږو شبکو په جوړېدو سره د سیمې ۱۴۶۲ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس محمد قاسم امینې ویلي، چې د دغه ولایت په ناوه، ګېلان، واغظ او مقر ولسوالیو کې د یونېسف موسسې په مالي ملاتړ د ۳۷ میلیونه ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شپږو شبکو په جوړېدو سره د سیمې ۱۴۶۲ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي. د یادو شبکو د رغولو چارې به د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

مطالب

غزني کې سلګونه کورنیو
ته د څښاک اوبه برابرېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ