Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د سالنګ لویه لاره د واورې ورښت له امله تړل شوې.
۳۰ جدی ۱۴۰۳

د سالنګ لویه لاره د واورې ورښت له امله تړل شوې.

د تولګټو وزارت مسوولان وايي چې د سالنګ لویه لاره د واورې ورښت او توپان له امله د هر ډول موټرو د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن یکشنبه، مرغومې ۳۰مه رسنیو ته وویل چې دا مهال سالنګونو کې واوره او توپان روان دی او د سهار له درېوو بجو لاره تړل شوې.

د نوموړي په وینا، د سالنګ لویې لارې د ساتنې او څار ریاست کارکوونګي زیانمنو سیمو کې د وسایطو د تخلیې په حال کې دي.

حق‌شناس همداراز پر دې لارو تلونکو موټرچلوونکو غوښتنه کړې چې خوندي ځایونو ته ځانونه ورسوي. د ټولګټو وزارت ویاند ټينګار کوي چې د سالنګ لویې لارې له پاکولو وروسته به د موټرو پرمخ بېرته پرانېستل شي.

د سالنګ لویه لاره پلازمېنه کابل د هېواد له نهو شمالي ولایتونو سره نښلوي او له اقتصادي اړخه مهمه او حیاتي لاره بلل کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان ډېری سوداګریز توکي له همدې لارې شمال او له هغه ځایه ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول کېږي او له شمال څخه بیا پر همدې لاره کابل، سوېلي‌، ختیځ او نورو ولایتونو ته راوړل کېږي.

مطالب

د سالنګ لویه لاره
د تولګټو وزارت

دا خبر نورو سره شریک کړئ