Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار؛ شېرزادو ولسوالۍ کې د یوه برېښناکوټ د جوړلو چارې پیل شوې.
۱۴ ثور ۱۴۰۴

ننګرهار؛ شېرزادو ولسوالۍ کې د یوه برېښناکوټ د جوړلو چارې پیل شوې.

د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وایي، د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د (یو این ډي پي) موسسې په مالي ملاتړ د ۱۳.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه برېښنا کوټ د جوړوړلو چارې پیل شوې دي.

 د مسوولینو په خبره په دغه پروژه کې د ۸۰ کیلو واټه ظرفیت یوه ډینمو، د ۲۰۰ او ۲۵ کیلو واټه ظرفیت ۱۱ ترانسفرمرونه، د ۱۲۰ پايو ترمیم، ۱۰۰ نوې پايې او ۸۰ متره محافظوي دېوال جوړول شامل دي، چې پر مټ به یې د سیمې ۱۱۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.

مطالب

ننګرهار؛
شېرزادو ولسوالۍ کې
د یوه برېښناکوټ د جوړلو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ