Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یو این ډي پي: افغانستان کې مو د ۱۰۰ کیلومټرو په اوږدوالي ۴۵ کانالونه جوړ کړي.
۱۸ حمل ۱۴۰۴

یو این ډي پي: افغانستان کې مو د ۱۰۰ کیلومټرو په اوږدوالي ۴۵ کانالونه جوړ کړي.

د ملګرو ملتونو  پراختیایي پروګرام (یو این ډي پي) اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د ۱۰۰ کیلومټرو په اوږدوالي د افغانستان په کلیو کې شاوخوا ۴۵ کانالونه جوړ کړي دي.

 دغه سازمان  په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو کانالونو د څښاک اوبو ته د ۳۷ زره کورنیو د لاسرسی زمینه برابره کړې ده. 

د خبرپاڼې له مخې، دا کانالونه د جاپان په مالي مرسته جوړ شوي دي. 

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو کانالونو له لارې د افغانستان د کلیوالي سیمو اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

 د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاتوي چې دا کانالونه د ځایي خلکو له له خوا د دوامداره معیشت د برابرولو په موخه د «کار په بدل کې د خوړو» پروګرام له لارې جوړ شوي دي.

مطالب

یو این ډي پي
افغانستان کې مو
د ۱۰۰ کیلومټرو په اوږدوالي
۴۵ کانالونه جوړ کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ