Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان افغان موټرچلوونکو ته په ۱۰۰ ډالره یو کلنه ویزه ورکوي.
۳۰ جوزا ۱۴۰۴

پاکستان افغان موټرچلوونکو ته په ۱۰۰ ډالره یو کلنه ویزه ورکوي.



کابل کې د پاکستان سفارت وايي چې دغه هېواد افغان موټرچلوونکو ته د یو کلنې ویزې د ورکړې پرېکړه کړې ده.  

یاد سفارت نن جمعه، جون ۲۰مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاده ویزه به ۱۰۰ ډالره فیس ولري او په وینا یې، موټرچلوونکي کولای شي، څو ځلې پاکستان ته تګ‌راتګ وکړي.

د پاکستان سفارت لیکلي: «د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې افغان موټرچلوونکو او ټرانسپورټرانو ته د یوکال اعتبار‌لرونکي څو ځله د ننوتلو ویزې ورکړي. د دې کټګورۍ لپاره د ویزې فیس به ۱۰۰ امریکایي ډالر وي.»

یاد سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه همداراز یادې ویزې ته د نوم‌لیکنې «لینک» هم خپور کړی او له موټرچلوونکو یې، غوښتنه کړې چې د یاد لینک له لارې ویزې ترلاسه کولای شي.

سفارت لیکلي: «غوښتونکي اړ دي چې عکس، د پاسپورټ سکین شوی کاپي، تذکره، د اعتبار وړ لنډمهاله داخلې سند (TAD)، د راجستر شوي ټرانسپورټ شرکت څخه د کارلیک یا د ټرانسپورټ اپرېټر له لوري د واک لیک او د اعتبار وړ موټرچلولو جواز اپلوډ کړي.»

پاکستان داسې مهال افغان موټرچلوونکو او ټرانسپورټ لرونکو ته د یو کلنې ویزې ورکړې پرېکړه کوي چې له دې وړاندې افغان موټرچلوونکي پاکستان ته د تګ‌راتګ پرمهال ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

مطالب

پاکستان افغان موټرچلوونکو ته
په ۱۰۰ ډالره یو کلنه ویزه ورکوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ