Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزني کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
۲۶ جوزا ۱۴۰۴

غزني کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په غزني ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله درې تنه مړه شوي او ۱۱ نور ټپيان دي. 

د غزني امنیې قوماندانۍ ویلي، لومړۍ پېښه پرون د غزني د آب‌بند ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لار د سپين بند په سیمه کې د تېلو ټانکر، یوه مسافر وړونکي موټر او زرنج د ټکر له امله رامنځته شوې، چې پکې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپیان شوي دي.

 امنیې قومندانۍ ویلي، دویمه پېښه نن سهار د ګيلان ولسوالۍ اړوند د کابل- کندهار پر لویه لار توري پوستې ته څېرمه د یوه کرولا ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

 په دغه پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

مطالب

غزني کې د دوو ترافیکي پېښو له امله
۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ