اېلان ماسک پر خپله اېکس پاڼه د “ټرمپ عالي او ښکلې لایحې” ته په اشارې لیکلي اوس د دې وخت رارسېدلی چې یو نوی سیاسي ګوند جوړ شي؛ داسې یو ګوند چې په رښتیا خلکو ته ارزښت ورکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ټرمپ یاده لایحه کله تصویب شوه؛ نو په سبا به یې د امریکا دا نوی ګوند جوړ شي.
هغه زیاته کړې، دا روښانه ده چې په یو ګوندیز هېواد کې ژوند کوو.
اېلان ماسک د کنګرې د هغو غړو په اړه چې د دولت د لګښتونو د راکمولو د وعدې کمپاین یې پیل کړی او تر هغې وروسته یې تر ټولو لویې پورونې ته رایه ورکړه، لیکلي:(باید له شرمه خپل سرونه پورته نه کړي.)