Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تورخم دروازه؛ الکوزی وایي دواړو خواو کې سوداګر تاوان ګالي.
۲۰ حوت ۱۴۰۳

تورخم دروازه؛ الکوزی وایي دواړو خواو کې سوداګر تاوان ګالي.

د تورخم دروازې تړلو په اړه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رئیس خان جان الکوزي له رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د لارې بندیدل، مستقیم او غیر مستقیم زیانونه لري. الکوزي ویلي، چې ډیری لارۍ د فرضي کرښې باندې په ټپه ولاړې دي چې دواړو خواو کې سوداګر تاوان ګالي او غیر مستقیم تاوان دا دی چې د توکو بیې لوړیږي او په خلکو باندي فشار زیاتیږي. الکوزي ویلي، د ننګرهار او پیښور سوداګرو او قومي مشرانو په خپلو منځو کې خبري کړي او دې موافقې ته رسیدلي چې دا لاره دواړو خواو ته ډیره مهمه ده. په داسې حال کې چې د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې بیا خبر ورکړی، چې افغان سوداګرو او قومي مشرانو له پاکستاني سوداګرو او قبایلي مشرانو سره د تورخم لارې پر بيا پرانیستو ناستې کړې، خو تر دې دمه يې پایله نه ده ورکړې.

مطالب

تورخم دروازه
الکوزی
دواړو خواو
سوداګر
تاوان ګالي

دا خبر نورو سره شریک کړئ