Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روانه اپرېل میاشت کې له پاکستانه ۱۰۰زره افغانان هېواد ته راستانه شوي.
۹ ثور ۱۴۰۴

روانه اپرېل میاشت کې له پاکستانه ۱۰۰زره افغانان هېواد ته راستانه شوي.



د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې د روان  ۲۰۲۵کال د اپرېل میاشتې له لومړیو تر دې مهاله له پاکستان څخه نږدې ۱۰۰زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

یاد سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر کډوال د دوی له لوري د اپرېل له څلورمې د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې ثبت شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان همداراز زیاته کړې چې دوی له خپلو شریکانو سره یوځای بېرته راستنېدونکو افغانانو ته بېړنۍ مرستې او خدمات وړاندې کوي.

دغه سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «موږ د اپرېل له څلورمې نېټې راهیسې له پاکستانه نږدې ۱۰۰٬۰۰۰ افغان راستنېدونکي ثبت کړي دي. زموږ تیمونو له بشري مرستو له شریکانو سره یو ځای شپه او ورځ هڅه کوي چې بېړنۍ مرستې او د ساتنې خدمتونه وړاندې کړي، خو اړتیاوې په چټکۍ سره زیاتېږي او لا زیاتو سرچینو ته بیړنۍ اړتیا ده.»

په ورته مهال تورخم کې چارواکي وايي چې د تېرو ۲۷ ورځو پرمهال یوازې د تورخم له لارې ۲۷زره کورنۍ بېرته هېواد ته راغلي دي. دغه کورنۍ شاوخوا ۷۲زره کسان ښودل شوي دي.

بل‌خوا ګڼ‌شمېر راستانه شوي افغانان د پاکستاني پولیسو او خلکو له چلن شکایت کوي او وايي، د راستنېدو پرمهال ترې پیسې او نور توکي اخیستل شوی او زورول شوي دي.

مطالب

روانه اپرېل میاشت کې
له پاکستانه ۱۰۰زره افغانان
هېواد ته راستانه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ