Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د کانالونو جوړولو له لارې څه باندې ۳زره تنو ته کاري زمینه برابره شوه.
۱۷ ثور ۱۴۰۴

لوګر کې د کانالونو جوړولو له لارې څه باندې ۳زره تنو ته کاري زمینه برابره شوه.

د لوګر ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز پُل علم او برکي برک ولسوالۍ کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو کانالونو د اساسي جوړولو چارې پیل شوې.

د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوي شیرآقا " پیرحبیب الرحمن" ویلي، چې مرکز پُل علم ته اړوند کمالخېل، خم هندو، نستي کوټ کليو او د برکي برک ولسوالۍ په ګل محمد کلي کې د (UNDP) په مالي ملاتړ د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو کانالونو د اساسي جوړولو چارې پیل شوې.

د هغه په وینا، په دغو پروژو کې ټولټال ۵۱۷ متره استنادي دېوالونه شامل دي، چې پر مټ به یې ۲ زره جریبه ځمکه خړوبه او په مستقیم او غیرمستقیم ډول به څه باندې ۳زره تنو ته کاري فُرصتونه چمتو شي.

ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یادې پروژې په پلي کېدو خوښ دي او وایي، چې دیادو پروژو په پلي کېدو سره به د کرنې په برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
زینت راډيو – لوګر.

مطالب

لوګر کې د کانالونو جوړولو له لارې
څه باندې ۳زره تنو ته
۳زره تنو ته کاري زمینه برابره شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ