Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې برید؛ اسراییلي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې.
۵ ثور ۱۴۰۴

غزه کې برید؛ اسراییلي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې.



د اسراییل پوځ یوه خبرپاڼه کې منلې چې د غزې “بیت حانون” کې نښتو او ډزو کې یې یو سرتېری وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې سرتېرو ته یې تېره ورځ پنجشنبه د غزې شمال ته «بیت‌حانون» کې مرګژوبله اوښتې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې د دوو نورو سرتېرو روغتيايي وضعیت یې نازک دی.

د اسرائیلو پوځ په وینا، پېښه هغه مهال شوې کله چې بیت حانون څخه وسله والو د ټانک ضد توغندی ووېشت او د اسراییلي پوځیانو په مرکزونو یې ډزې وکړې.

همدارنګه بیانیه کې د نښتو له صحنې څخه د وسله والو شا تګ ته اشاره شوې ده.

مطالب

غزه کې برید؛
اسراییلي سرتېرو ته
مرګژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ