د لوګر پوهنې ریاست: ۲۵۱۱ تنو ته یې د لیک لوست زمینه برابره کړې ده.
د لوګر پوهنې ریاست مسؤلین وایي؛ چې د دغه ولایت په کچه یې ٢٥١١ تنو ته د لیک لوست زمینه برابره کړې ده.
د پوهنې ریاست ویاند، شاپور عرب زینت راډیو ته وویل؛ چې دغه د لیک لوست ټولګي، د یونسکو سازمان په همکاري د مرکز سربیره ټولو ولسوالیو په کچه، هغه سیمو کې چې د نالوستو لوړ عمر لرونکي کسانو شمېر په کې ډېر وي برابره شوې ده.
دغه راز نوموړي زیاته کړه؛ د لیک لوست دغه کورسونه د نهو میاشتو لپاره جوړ شوي، چې تر بشپړېدو وروسته به یې ګډونوالو ته د دریم ټولګي د فراغت اسناد ورکول شي.
د ویلو وړ ده، چې روان کال په لړ کې د لیک لوست له دغو کورسونو څخه ١٠٤٠ تنه نور کسان فارغ او د لیک لوست له نعمت څخه برخمن شوي دي.