Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیلوي.
۸ حوت ۱۴۰۳

پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیلوي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت پلان لري څو د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړي او په دغه پړاو کې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان د بې ځایه‌کېدو له ګواښ سره مخ دي. د رسمي اسنادو پر بنسټ، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت افغان کډوالو ته د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت ورکړی، څو دغه هېواد پرېږدي. دمګړۍ، شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال په پاکستان کې د اې‌سي‌سي په نوم د استوګنې په لنډمهاله کارټونو ژوند کوي. د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د دغې پرېکړې د پلي‌کېدو د ډاډمنتیا د ترلاسه‌کېدو لپاره د هرو ۱۵ ورځو په ترڅ کې له امنیتي بنسټونو څخه د راپورونو د سپارنې غوښتنه کړې ده.

مطالب

پاکستان د افغان کډوالو
د اېستلو دویم پړاو پیلوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ