Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

فاریاب کې د ډیسي توپ سرګلولې چاودنې پنځه کسان ټپیان کړي.
۳۱ جوزا ۱۴۰۴

فاریاب کې د ډیسي توپ سرګلولې چاودنې پنځه کسان ټپیان کړي.

فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له تېرو جګړو د پاتې ډیسي توپ سرګلولې چاودنې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.

د فاریاب د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي شمس‌الدین محمدي وویل چې دغه سرګلوله د عیسی په نوم یوه تنکي ځوان پیدا کړې وه او د پلور لپاره یې د قیصار ولسوالۍ د بازار حیدري‌خانه سیمه کې د اوسپنیزو توکو د پېرلو دوکان ته وړې وه چې چاودلې ده.

هغه زیاته کړه: «په دغه چاودنه کې ۱۵ کلن عیسی او د ۲۵ کلن محمد، ۵۰ کلن ملا بازمحمد، ۲۷ کلن قطب‌الدین او ۱۲ کلن ابراهیم په نومونو څلور نور کسان ټپیان شوي چې د خپلوانو له لوري یې د فاریاب ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.»

سرچینې د فاریاب له اوسېدونکو غوښتې چې د شکمنو توکو او له تېرو جګړو پاتې مهماتو د لیدو پر مهال دې ژر تر ژره امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي څو د دغه ډول پېښو له رامنځته کېدو مخنیوی وشي.

مطالب

فاریاب کې د ډیسي توپ
سرګلولې چاودنې
پنځه کسان ټپیان کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ