ملا برادر د یوه پلاوي په مشرۍ تاتارستان ته په سفر روان شو.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت پر اېکسپاڼه لیکلي چې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن (چهارشنبه، ثور ۲۴) مخکې له غرمې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره تاتارستان ته سفر کړی.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال به د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د یوشمېر هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري.
د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم پرون پیل شوی او د مې تر ۱۸مې به دوام وکړي.
د چارو کارپوهان د کازان فورم په څېر نړیوالو اقتصادي فورمونو کې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت د استازو ګډون د هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم بولي.
د دولتي او خصوصي سکتور ادارو څخه جوړ د پلاوي شتون ښیي چې د اقتصادي اړیکو او د کورنیو محصولاتو د بازار موندنې لپاره هڅې شوي دي.