Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هلمند کې د بُست کلا د ترمیم کارۍ چارې پیل شوې.
۲۱ حمل ۱۴۰۴

هلمند کې د بُست کلا د ترمیم کارۍ چارې پیل شوې.

د هلمند ولایت د تاریخي او لرغونې بُست کلا د ترمیم کارۍ چارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د یولړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې دي. 

د یاد ولایت د کلتور او ګرځندوی امر مولوي سلطان محمد حنیف رسنیو ته ویلي، چې د لرغونې تاریخي  بُست کلا حفاظتي چارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري او د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو رغول کېږي.

 د نوموړي په خبره دې لرغونې او تاریخي کلا لیدو ته د کال په بهیرکې د بهرنیو سیلانیانو په ګډون لسګونه زره کورني سیلانیان ورځي چې په دې سره د بست کلا ارزښت نورهم زیات شوی دی.

مطالب

هلمند کې د بُست کلا
د ترمیم کارۍ چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ