Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پل علم ښارکې دوه پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
۱۴ حوت ۱۴۰۳

پل علم ښارکې دوه پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

پل علم ښار کې د نږدې ٢.٥ میلیونه افغانیو په اررښت د دوه پراختیایي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پل علم ښاروالۍ مطبوعاتي مسؤل محمد نسیم روان د سه شنبې په ورځ زینت راډیو ته وویل، چې یادې پراختیایي پروژې، د پل علم  ښاروالۍ له پراختیایي بودجې د دریو میاشتو په موده کې د ښار په دوو سیمو کې پلي شوي دي.

ښاغلي روان ویلي، یادو پروژو کې د پل علم ښار اړوند پایخېلو سیمه کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۹۰۰ متر مربع پلولارو سنګ فرش کول، او د هوني سفلا په سیمه کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت سره د ۸۵۰ متر مربع اوسپنیزو کټارو نصبول شامل دي.

ځایي مسوولینو ویلي، تېر کال هم د پل علم ښاروالۍ لخوا د شاوخوا څلور میلیونه افغانیو په ارزښت په دغه ښار کې ورته پروژې پلې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

مطالب

پل علم ښارکې
دوه پراختیایي پروژې
ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ