Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بدخشان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.
۴ جوزا ۱۴۰۴

بدخشان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.

د بدخشان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د نږدې ۱۰میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې دي. 

د مسوولینو په خبره دا مرکز د کنسرن موسسې په مالي ملاتړ جوړېږي او چارې به یې په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي. 

سرچینې ویلي چې دغه روغتیايي مرکز به ۸ خونې ولري، چې په عصري تجهیزاتو او برېښنايي سیسټمونو به سمبال وي. سرچینې دغه راز زیاته کړې چې د یاد روغتیايي مرکز په جوړېدو سره به نږدې ۴ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.

 د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال په یادې ولسوالۍ کې دوه اساسي روغتیايي مرکزونه او څو کوچني خدماتي مرکزونه فعال دي، خو ځایي خلک له سرپرست حکومت څخه د نورو روغتیايي اسانتیاوو غوښتنه کوي.

مطالب

بدخشان کې د یوه روغتیايي مرکز
د جوړېدو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ