Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر په څرخ کې یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو په هدف ځمکه ورکړل شوه.
۹ دلو ۱۴۰۳

د لوګر په څرخ کې یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو په هدف ځمکه ورکړل شوه.

د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې  د دې ولایت څرخ ولسوالۍ اړوند شش کلا سیمه کې، یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو په موخه د یوې علم پاله کورنۍ له لوري په وړیا توګه ځمکه ډالۍ شوه.
د پوهنې ریاست ویاند، محمد شاه پورعرب زینت راډيو ته وویل، چې دغه دولس بسوې شخصي ځمکه، په وړیا توګه د ارواښاد حاجي محمد ابراهیم جمشیدي د کورنۍ له خوا، څرخ ولسوالۍ ته اړوند شش کلا لومړني ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو لپاره د پوهنې ریاست ته ډالۍ شوې، چې شاوخوا ۱۲ لکه او ۷۰ زره افغانۍ ارزښت لري.

د عرب په خبره، په وقف شوې ځمکې به په راتلونکي نوي ښوونیز کال کې د پوهنې وزارت له لوري د  نوموړي ښوونځي شاوخوا ۵۰۰ زده کوونکو ته د لازم ښوونیز چاپېریال د برابرولو په موخه یوه عصري او مجهزه ودانۍ جوړه شي.
ویل کیږي، چې تېر کال هم یادې کورنۍ په څرخ کې د شش کلا د انجونو ښوونځي ته څه باندې یو جریب، شخصي ځمکه وقف کړې وه.

مطالب

د لوګر په څرخ
د لوګر د پوهنې ریاست
ښوونځي

دا خبر نورو سره شریک کړئ