Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيا کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې ۵ ماشومانو ته مرګژوبله اړولې.
۱۸ جوزا ۱۴۰۴

پکتيا کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې ۵ ماشومانو ته مرګژوبله اړولې.



د پکتیا امنیتي مسوولان وايي، ډنډپټان ولسوالي کې د یوې پخوانۍ ناچاودې مرمۍ چاودنې له امله یو ١٢ کلن هلک ژوند له لاسه ورکړی او ۴ نور ټپيان دي.

د پکتيا د امنیې قومنداني وياند منيب ځدراڼ رسنیو ته وویل، دغه پېښه نن (یکشنبه، جوزا ۱۸) د ډنډپټان ولسـوالي «حسن‌خېلو» کلي کې شوې.

د ځدراڼ په خبره، پېښه هغه مهال وشوه کله چې ماشومانو په دغې ناچاودې مرمۍ لوبې کولې.

ټپي ماشومان د درملنې په‌پار د پکتـیا حوزوي روغتون ته لېږدول شوي چې روغتـیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د یادونې ده چې د هېواد په ډېری ولایتونو کې له تېرو جګړو د ناچاوده توکو چاودنې له امله وخت ناوخت دا ډول مرګونې پېښې رامنځته کېږي چې زیاتره قربانیان یې ماشومان دي.

مطالب

پکتيا کې د ناچاودې مرمۍ
چاودنې ۵ ماشومانو ته مرګژوبله اړولې

دا خبر نورو سره شریک کړئ