Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سپینه ماڼۍ: ترمپ راتلونکې میاشت قطر، سعودي او عربي اماراتو ته سفر کوي.
۳ ثور ۱۴۰۴

سپینه ماڼۍ: ترمپ راتلونکې میاشت قطر، سعودي او عربي اماراتو ته سفر کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ به د راتلونکې مې میاشتې له ۱۳مې تر ۱۶مې پورې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته لاړ شي.

 د مالوماتو له مخې دا به د ټرمپ د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې د نوموړي دویم بهرنی سفر وي، ځکه هغه ویلي چې د دې اوونۍ په پای کې به په ايټالیا کې د پاپ فرانسیس په جنازه کې ګډون وکړي. 

تر اوسه یادو درېیو هېوادونو ته د نوموړي د سفر اجنډا څرګنده نه ده. سعودي عربستان، قطر او متحده عربي امارات د هغو هېوادونو په کتار کې دي چې له امریکا سره نږدې سیاسي او سوداګریزې اړیکې پالي.

مطالب

سپینه ماڼۍ
ترمپ راتلونکې میاشت
قطر، سعودي
او عربي اماراتو ته سفر کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ