Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امریکا کې ۱۰ زره روغتیايي کار کوونکي له دندو ګوښه شوي.
۱۳ حمل ۱۴۰۴

امریکا کې ۱۰ زره روغتیايي کار کوونکي له دندو ګوښه شوي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ ادارې په امریکا کې له روغتیايي ادارو ۱۰زره کارکوونکي له دندو ګوښه کړل. 

د دغو ادارو له ډلې FDA،CDC  او د ملي روغتیايي انسټیټیوټونه شامل دي، چې د روغتیا او بشري خدمتونو وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي.

 د امریکا روغتیا وزیر د ګوښه کولو دا لړۍ اړینه بللې او په وینا یې د ادارو د موثریت لپاره ضروري دي؛ خو د لوړپوړو ساینس پوهانو او څېړونکو له 

خوا اندېښنې هم راپورته شوې دي، چې بېړنیو روغتیايي حالتونو ته رسېدنه به ستونزمنه کړي. رویټرز راپور ورکړی، چې دا ګوښه کېدنې د امریکا د 

عامې روغتیا او علمي څېړنو پر سیستم ژور منفي اغېز کولی شي، چې ښایي د راتلونکو روغتیايي بحرانونو پر وړاندې د امریکا چمتووالی کم کړي.

مطالب

امریکا کې
۱۰ زره روغتیايي کار کوونکي
له دندو ګوښه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ