Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

له هرات څخه بهر د «پستې» صادرات ۲۰سلنه زیات شوي.
۱۵ دلو ۱۴۰۳

له هرات څخه بهر د «پستې» صادرات ۲۰سلنه زیات شوي.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «پستې» صادرات ۲۰سلنه زیات شوي دي.

 د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه امر محمدیوسف امین سلام‌وطندار ته وايي چې د وروستیو نهو میاشتو پرمهال له دغه ولایت د ۲۴ میلیونه او ۶۷۶زره ډالرو په ارزښت بهر ته پسته صادره شوې.

د نوموړي په وینا، د صادراتو یادې کچې ته په کتو د تېرکال په پرتله ۲۰ سلنه لوړوالی ښيي.

هغه وویل چې تېرکال د ۲۰ میلیونه او ۳۸۲زره ډالرو په ارزښت بهر ته له دغه ولایت پسته صادره شوې.

د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه امر محمدیوسف امین همداراز ټينګار وکړ چې د وروستیو نهو میاشتو پرمهال د ۱۱۹ میلیونه او ۳۲زره امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

له دغه ولایت بهر ته کرنیز محصولات، وچه مېوه، معدني مواد او زینتي کاڼي شامل دي.

د هرات کشک‌رباط سنګي، کشک‌کهنه، کهسان، ادرسکن او شینډنډ ولسوالۍ د پستې پر پراخو للمي او اوبیزو ځنګلونو پوښلي دي.

مطالب

له هرات
څخه بهر
د «پستې» صادرات
۲۰سلنه زیات شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ