Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سوداګرۍ وزارت: عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ قراقستان ته سفر کړی.
۸ جوزا ۱۴۰۴

سوداګرۍ وزارت: عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ قراقستان ته سفر کړی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یوه پلاوي د استانې نړیوال فورم کې د ګډون په موخه قراقستان ته سفر کړی دی. 

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، ټاکل شوې چې نورالدین عزیزي به دې ناسته کې په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو او د هېواد د اقتصادي پرمختګ په تړاو خبرې وکړي.

 د یاد وزارت په خبره، د استانې په نړیوال فورم کې به د نړیوال اقتصاد، اقلیمي بدلونونو، نړیوال امنیت، د تلپاتې پرمختګ او سیمه‌ییزو همکاریو اړوند موضوعاتو ارزونه وشي.
Tags:

مطالب

سوداګرۍ وزارت
عزیزي د یوه پلاوي
په مشرۍ قراقستان ته سفر کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ