Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کاناډا هم د امریکا پر وارداتو تعرفې ولګولې.
۱۵ حوت ۱۴۰۳

کاناډا هم د امریکا پر وارداتو تعرفې ولګولې.

د کاناډا لومړي وزیر، جسټېن ټروډو پر خپله اېکس لیکلي، د امریکا تعرفې چې تېره ورځ د کاناډا پر سوداګرۍ لګول شوي، کاناډا هم ورته غبرګون ښودلی دی. د ټروډو په وینا، کاناډا به هم د ۱۵۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پر امریکايي محصولاتو ۲۵٪ تعرفې ولګوي. هغه زیاته کړې چې په لومړي ګام کې به په دغو تعرفو کې۳۰ میلیارد ډالر ارزښت لرونکي توکي سمدستي شامل شي او پر پاتې ۱۲۵ میلیارده ډالرو ارزښت توکو به په ۲۱ ورځو کې تعرفه نافذه شي.

مطالب

کاناډا هم
د امریکا پر
وارداتو تعرفې ولګولې

دا خبر نورو سره شریک کړئ