Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

زاخارووا: مسکو حق لري چې پر تاسیساتو د اوکراین بریدونو ځواب ورکړي.
۳ حمل ۱۴۰۴

زاخارووا: مسکو حق لري چې پر تاسیساتو د اوکراین بریدونو ځواب ورکړي.

د راپورونو له مخې د روسیې د بهرینو چارو وزارت ویلي، مسکو حق لري چې د انرژۍ پر تاسیساتو یې د اوکراین بریدونو ته ځواب ورکړي. نړیوالو رسنیو د روسیې د بهرینو چارو وزارت ویاندې د ماریا زاخارووا له قوله راپور ورکړی، چې کییف له متحدو ایالاتو سره د انرژۍ پر زېربناوو له په نښه کولو څخه د ډډه کولو سربېره خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. هغې د مارچ پر ۱۹مه په کوبان کې د تیلو پر یوې ډیپو او د همدې میاشتې پر ۲۱مه په کورسک کې د طبیعي ګازو د اندازه کولو پر یو سټېشن باندې بریدونو ته اشاره کړې ده. نوموړې د اوکرایین پوځ پر هغو بریدونو چې تر ډېره استوګنځي سیمې او ټولنیزې موسسې په نښه کوي، د نیوکې ترڅنګ زیاته کړې، له دې روښانه ده، چېکییف د مذاکرې وړتیا لري او نه هم د سولې ټينګېدو ته لېوالتیا لري.

مطالب

زاخارووا
مسکو حق لري چې
پر تاسیساتو د اوکراین
بریدونو ځواب ورکړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ