Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امیرخان متقي: افغانستان د ثبات او خپلواکۍ نوی فصل پیل کړی.
۵ جوزا ۱۴۰۴

امیرخان متقي: افغانستان د ثبات او خپلواکۍ نوی فصل پیل کړی.



د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (دوشنبه، جوزا پنځمه) ویلي چې د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د چین ولسي جمهوریت د سېچوان ولایت د نړیوال اقتصادي او سوداګریز فورم چې د ګڼو هېوادونو وزیرانو او استازو په کې ګډون کړی، پرانست غونډې ته وینا کړې.

هغه ویلي چې افغانستان نن یو نوی فصل پیل کړی چې هغه د ثبات، امنیت او خپلواکۍ فصل دی.

ده وویل، له جګړو راوتلي افغان ملت اوس نورو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو لپاره هڅې پیل کړي او غواړي له دې لارې د خپل هېواد سوله، سوکالي او پرمختګ داومداره وساتي.

ښاغلي متقي ویلي چې افغانستان د خپل جغرافیايي موقعیت له برکته ځان وچې پورې محاط هېواد نه، بلکې یو ځمکنی پُل دی چې ملتونه، بازارونه او تمدنونه سره نښلوي.

هغه زیاته کړې چې دغه پُل د تېرو ۴۵ کلونو جګړو او ناامنیو له امله خپل رول له لاسه ورکړی و.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه ویلي چې افغانستان د پراخو طبیعي سرچینو په لرلو سره کولی شي سیمه کې د ترانزیت او سوداګرۍ په څلور لارې بدل شي.

هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې لپاره مصئونه فضا برابره کړې او بهرني پانګوال او سوداګر کولی شي، هېواد کې پانګونه او کار وکړي.

مطالب

امیرخان متقي: افغانستان
د ثبات او خپلواکۍ نوی فصل پیل کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ