د دوه میلیونو افغانیو په ارزښت میدان وردګ کې د بېسکوټو کارخونو په فعالیت پیل وکړ.
د دې ولایت په مرکز میدانښار کې د دوه میلیونو افغانیو په ارزښت د بېسکوټو دوو،کارخونو په فعالیت پیل وکړ.
د یادو کار خونو مسؤلینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې نوموړې کار خونې په ۲۴ساعتونو کې د ۱۳۰۰کیلو ګرام په اندازه بېسکویټو تولیدولو ظرفیت لري.
انجینر محمدخان ځواک چې په میدان وردګ ولایت کې د صنعت او سوداکرۍ ریاست مسؤل دی وایي؛چې د دې کارخونو په فعالیت سره یو شمیر ځوانانو ته کاري زمینه مساعده شوې نوموړې ویلي چې هڅه کوو میدان وردک ولایت ته یو شمیر سوداګر کاري برخې ته تشویق کړو.
دا په داسې حال کې ده چې په یاد ولایت کې د مکروني کارخونې د فعالیت ترڅنګ په تېرو درې کلونو راهسې یو شمیر تولیدي کارخونو په فعالیت پیل کړی.