Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيا کې سېلابونو خلکو ته ګڼ مالي زيانونه اړولي.
۷ سرطان ۱۴۰۴

پکتيا کې سېلابونو خلکو ته ګڼ مالي زيانونه اړولي.

د پکتيا ولايتي مسوولان وايي چې یاد ولایت کې د شویو اورښتونو له کبله خلکو ته ګڼ‌ مالي زیانونه اړولي دي.

د دوی په وینا، د تېرې ورځې او بېګاه شپې اورښتونو له امله سېلابونو د پکتيا جاني‌خېل او څمکنيو ولسواليو کې خلکو شاوخوا ۶۰۰ جريبه کرنيزې ځمکې او فصلونه له‌منځه وړي دي.

د پکتيا کرنې رياست د ترويج عمومي مدير عزيزالله کريمي رسنیو وويل چې بېګاه شپه او تېرې ورځې سېلاب له امله د ځمکو ترڅنګ تر دوه زره  مېوه‌لرونکې او غېر مېوه‌لرونکې ونې، تر شل پورې څاروي، سربندونه، کانالونه هم له‌منځه تللي دي.

هغه دغه‌راز زیاته کړه چې دا د اورښتو زيانونو په تړاو لومړني معلومات دي او شايد د زيان کچه تر دې لوړه وي.

د پکتيا تر څنګ په خوست، لوګر او ميدان‌وردګ ولايتونو کې هم د سېلابونو له امله خلکو ته ځاني او ګڼ مالي زيانونه اړولي دي.

مطالب

پکتيا کې سېلابونو خلکو ته
ګڼ مالي زيانونه اړولي

دا خبر نورو سره شریک کړئ