د بلخ ولايت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د «مولانا جلال الدین محمد بلخي» په نوم د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو دویم نندارتون پرانیستل شوی دی.
د مالوماتو له مخې په دې نندارتون کې شاوخوا ۲۰۰ شرکتونو خپل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي، چې په کې ځینې غرفې د ښځو لاسي صنایعو او تولیداتو ته ځانګړې شوې او دغه راز د ازبکستان هېواد یو شمېر سوداګرو هم پکې ګډون کړی دی.
ورته مهال په بلخ کې د ازبکستان سرقونسل جعفر فتای اوف هم دغه نندارتون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مثبت ګام وباله او د افغان او ازبک سوداګرو ترمنځ د همکاریو د زیاتېدو هرکلی وکړ.