Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ملا عبدالغني برادر د تاتارستان له ولسمشر سره کتلي.
۲۶ ثور ۱۴۰۴

ملا عبدالغني برادر د تاتارستان له ولسمشر سره کتلي.

د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کازان ۱۶م فورم څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف سره کتلي دي. 

اقتصادي معاونیت وايي، په لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همداراز په افغانستان کې د تاتارستاني پانګه‌والو پر پانګونې خبرې وکړې.

 برادر د خپلو خبرو پر مهال ویلي، د سرپرست حکومت بهرنی سیاست خپلواک، مثبت، بې طرفه، متوازن او اقتصاد محوره دی او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

 د همدې ناستې پر مهال د تاتارستان ولسمشر په یاد فورم کې د سرپرست حکومت د لوړپوړي پلاوي ګډون مهم بللی او ویلي یې دي، چې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د اړیکو پراخولو په موخه به تاتارستاني پلاوي کابل ته واستوي.

 مینیخانوف زیاته کړې، اوسمهال له افغانستان سر په یو شمېر برخو کې راکړه ورکړه لري؛ خو له دې وروسته چمتو دي چې د راکړې ورکړې کچه زیاته کړي.

مطالب

ملا عبدالغني برادر د تاتارستان
له ولسمشر سره کتلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ