Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

چارواکي: دمګړۍ هېواد کې ۲ داخلي او ۷ بهرني شرکتونه فعالیت لري.
۲۵ حوت ۱۴۰۳

چارواکي: دمګړۍ هېواد کې ۲ داخلي او ۷ بهرني شرکتونه فعالیت لري.

د ترانسپورټ او هوايي، چلند وزارت په هېواد کې د بهرنیو هوايي شرکتونو د فعالیتونو د بیا پيل لپاره د ګڼو اسانتیاوو له برابرولو خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند زیاتوي، دمګړۍ په هېواد کې دوه داخلي او اووه بهرني هوايي شرکتونه فعالیت لري. د سوداګرۍ او پانګونې خونه په افغانستان کې، د بهرنیو هوايي شرکتونو فعالیتونه، د اقتصادي ودې او همداراز د مسافرو د تګ راتګ لپاره مهم ګڼي. د ټرانسپورټ او هوايي چلند د معلوماتو له مخې اوسمهال په افغانستان کې ۲۷ هوايي ډګرونه فعال دي، چې له دې منځه پنځه یې نړۍوال هوايي ډګرونه دي.

مطالب

چارواکي
دمګړۍ هېواد کې ۲ داخلي
او ۷ بهرني شرکتونه
فعالیت لري

دا خبر نورو سره شریک کړئ