Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزني کې ټرافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او درې ټپیان شوي.
۷ دلو ۱۴۰۳

غزني کې ټرافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او درې ټپیان شوي.



د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

پېښه بېګاه شپه، د سلواغې شپږمه د کابل-کندهار پر لویه لاره رامنځته شوې.

د غزني امنیه قومنداني ویاند خالد سرحدي رسنیو ته وویل چې دغه پېښه بېګاه شپه د یاد ولایت د ګېلان ولسوالي په بازار جهنده سیمه کې رامنځته شوې چې پرمهال یې، موټر له سړک اوښتی دی.

د غزني امنیه قومنداني ویاند همداراز زیاتوي چې پېښه کې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، پېښه کې مړه شوي د خوست او د غزني د ګېلان ولسوالي اوسېدونکي دي.

همداراز د پېښې ټپیان د ګېلان ولسوالي بازار جهنده روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي. د ټپیانو روغتیايي وضعیت په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته ټرافیکي پېښې رامنځته شوي چې چارواکي یې، لامل د سړکونو خرابوالی، د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي او له ټرافیکي قوانینو نه خبرتیا یادوي.

مطالب

غزني

دا خبر نورو سره شریک کړئ