Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایران اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام کړی.
۲ سرطان ۱۴۰۴

ایران اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام کړی.

پر ایران د اسراییلو او امریکا د هوایي بریدونو په لړ کې د ایران حکومت وایي چې اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور یې، یو کس اعدام کړی دی.

د ایران نیمه دولتي رسنۍ فارس نن دوشنبه، جون ۲۳مه په یوه راپور کې ویلي چې د یاد هېواد حکومت محمدامین مهدوي شایسته اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور په دار زړولی دی.

دغې رسنۍ دغه کس د اسراییلو د موساد سایبري ډلې مشر یاد کړی چې په ۲۰۲۳کال کې نیول شوی و.

ایران له اسراییلو سره د جګړې پیل راهیسې د روانې جون میاشتې له ۱۳مې نېتې راهیسې تر دې مهاله د جاسوسۍ په تور درې کسان اعدام کړي دي.

لومړی کس د جون په ۱۶مه او دویم کس هم د جون په ۲۲مې په دار زړول شوي دي.

په ورته مهال اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور د شکمنو کسانو تورونه په خپلواکه توګه نه‌دي تایید شوي.

بل‌خوا د بشري حقونو سازمانونو په وار وار په ایران کې د شکمنو کسانو اعدام او همدارنګه د قانوني بهیر نشتوالی غندلی دی.

اسراییلو سره د جګړې راهیسې ایران په لسګونه کسان د جاسوسۍ په تور نیولي او دا مهال ترې څېړنې روانې دي.

مطالب

ایران اسراییلو ته د جاسوسۍ
په تور یو کس اعدام کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ