Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بلخ کې له انسان تښتونکو یو ماشوم ازاد شوی.
۲۲ سرطان ۱۴۰۴

بلخ کې له انسان تښتونکو یو ماشوم ازاد شوی.



د بلخ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو پرمهال یو دولس کلن ماشوم له انسان تښتونکو ژغورل شوی دی.

د بلخ امنیه قومنداني وايي چې دغه ماشوم نن یکشنبه، د چنګاښ ۲۲مه، د یاد ولایت د والي په حضور کې خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

د یادې قومنداني د معلوماتو له مخې، د دغه ماشومان د ازادولو لپاره په شویو عملیاتو کې دوه انسان تښتونکي وژل شوي او یو بل نیول شوی دی.

د پولیسو په وینا، ازاد شوی ماشوم د مزارشریف ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند «شهید سلیم څلور لارې» سیمه کې ساتل کېده.

خوشې شوی ماشوم احمدشاه نومېږي او دوه میاشتې وړاندې د مزارشریف ښار له اتمې امنیتي حوزې څخه تښتول شوی و.

مطالب

بلخ کې له انسان تښتونکو
یو ماشوم ازاد شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ