Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې ۲ زره کورنیو ته د برښنا رسولو پروژې چارې پيل شوې.
۲۵ جوزا ۱۴۰۴

لوګر کې ۲ زره کورنیو ته د برښنا رسولو پروژې چارې پيل شوې.



د اوبو او برښنا وزارت له لوري د لوګر محمداغې ولسوالي «سفیدسنګ» سیمه کې د ۳۱ میلیون افغانیو په ارزښت د هستوګنې کورونو ته د ۲۰ کېلوواټه برښنا رسولو پروژې چارې پيل شوې.

د اوبو او برښنا وزارت سرپرست عبدالطیف منصور نن (یکشنبه، جوزا ۲۵) په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، دغه پروژه د اوبو او برښنا وزارت له پراختیایي بودیجې د شاوخوا ۳۱ میلیون افغانیو په ارزښت د راتلوونکي یوه کال په ترڅ کې پلي کیږي چې ورسره به د محمداغې ولسوالي ۲ زره کورنۍ له وارداتي برښنا برخمنې شي.

هغه وویل، لوګر کې د برښنا ګڼې پروژې تر کار لاندې دي او هڅه کوي چې روان کال یادې پروژې بشپړې او د نویو پروژو عملي کېدو ته لاره هواره شي.

ښاغلي منصور له هیواده بهر افغانانو وغوښتل چې بیرته راستانه شي او د اسلامي امارت نظام تر چتر لاندې ولس ته خدمت وکړي.

همدارنګه د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور وویل، دغه ولایت کابل ته څيرمه پروت دی او اړتیا ده چې د اسلامي امارت ټول ادارې یې پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

اخوا د محمداغې ولسوالي اوسیدونکي د زینت راډیو خبریال ته وویل ، خوښ دي چې د اوبو او برښنا وزارت له لوري د هستوګنې کورونو ته د برښنا رسولو پروژه پيل شوه.

دوی وویل، د دغې ولسوالي له لارې لویې پکتیا ته د برښنا مزی غځول شوي، خو تراوسه پورې د یادې ولسوالي اوسیدونکو ته په بشپړه توګه برښنا نه ده ورکړل شوې.

مطالب

لوګر کې ۲ زره کورنیو ته
د برښنا رسولو پروژې چارې پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ