پکتیا کې پر ۸۰ اړمنو کورنیو د خیاطي وسايل ووېشل شول.
د پکتیا د کار او ټولنيزو چارو رياست مسولان وايي چې د مرکز ګردېز اړوند رباط او احمدابا ولسوالي کې ۸۰ اړمنو کورنيو باندې د خیاطي وسایلو یا کېټونه وېشلې دي.
د کار او ټولنيزو چارو رییس محمدرحيم نصرت وويل چې د خياطي یاد کېټونه د کار او ټولنيزو چارو رياست تر څار لاندې د(DAWEO) موسسې په مالي ملاتړ اړمنو کورنیو ته وېشل شوي دي.
هغه زياته کړه چې راتلونکي کې به نورو اړمنو کورنيو ته هم ورته کېټونه ووېشل شي، څو د خياطي له لارې د خپلې کورنۍ اړتياوې پرې پوره کړي.
هغه کورنۍ چې د یاد ریاست او همکارې موسسې کېټونه یې، ترلاسه کړي، خوښي څرګندوندي او وايي، د یادو وسایلو پرمټ به د ژوند ځینې اړتیاوې پوره کړي.
د خياطي هر کېټ کې د شاوخوا ۹زره افغانيو په اندازه د خياطي بېلابېل وسایل شامل دي.
پکتیا کې له دې وړاندې هم پر بېوزله کورنیو ورته مرستې وېشل شوي چې تر ډېره یې، د یادو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کړی دی.