Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اروپايي ټولنه: له افغانانو خپل ملاتړ ته دوام ورکوو.
۱۶ جوزا ۱۴۰۴

اروپايي ټولنه: له افغانانو خپل ملاتړ ته دوام ورکوو.

اروپایي ټولنې د چاپېریال نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی، چې له افغانانو او د هغوی له چاپېریاله ملاتړ ته ژمن دي.

 یادې ټولنې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې له ملي او نړۍوالو ادارو سره په همکارۍ د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې، پیاوړې کرنې، د اقلیمي بدلون له امله د طبیعي پېښو د مخنیوي او د اوبو تامین په برخو کې د افغان کروندګرو ملاتړ کوي.

 اروپایي ټولنې زیاته کړې، چې له افغانانو سره د خوندي او شین چاپېریال برابرولو، د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو او د دوامدارو دندو د رامنځته کولو په برخو کې هم همکاري کوي.

مطالب

اروپايي ټولنه
له افغانانو خپل ملاتړ
ته دوام ورکوو

دا خبر نورو سره شریک کړئ