Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یونیسف؛ له پاکستانه د را ستنو شویو کډوالو دوه پر درېیمه برخه یې ماشومان دي.
۲ ثور ۱۴۰۴

یونیسف؛ له پاکستانه د را ستنو شویو کډوالو دوه پر درېیمه برخه یې ماشومان دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق(یونیسف) مشر تاج‌الدین اویواله خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال له سپټمبر څخه تر اوسه ۶۰۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي چې کابو دوه پر درېیمه برخه یې ماشومان دي.

 نوموړي پرون دوشنبه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې د هغوی ۷۸۲ تنه یې له خپلو کورنیو بیل شوي وو او د یونیسف په مرسته بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې تازه له تورخمه راستون شوی او هلته یې له ځینو ماشومانو سره لیدلي دي.

 د یادونې ده چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ګړندی شوی دی.

مطالب

یونیسف
له پاکستانه د را ستنو شویو کډوالو
دوه پر درېیمه برخه یې ماشومان دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ