د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په پاکستان کې پاتې افغانان د نیول کېدو له وېرې له داسې یوه حالت سره مخ دي، چې له امله یې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ورځ تر بلې ستونزمنېږي.
د یادې ټولنې په خبره دا وېره نه یوازې فزیکي روغتیا ته زیان رسوي، بلکې د افغان ټولنې رواني حالت یې هم سخت اغېزمن کړی. په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر میاشتې راهیسې پاکستان د افغان کډوالو په زوره د شړلو یو پراخ کمپاین پیل کړی.
که څه هم دا کمپاین په پیل کې یوازې غېر راجستر شويو کډوالو پورې محدود و، خو اوس له اسنادو لرونکو کډوالو سره هم ورته چلند کېږي.
دغه ټولنه زیاتوي، چې د کارټ لرونکو ته هم د اېستلو لنډمهالی ځنډ اعلان شوی، چې د ۲۰۲۵ کال د جولای له لومړۍ نېټې نافذ دی، خو دا هم د افغان کډوالو پر وېره سیوری نه شي کمولی.