Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

حمدالله فطرت: خصوصي سکټور دې د کډوالو لاسنیوی وکړي.
۲۱ سرطان ۱۴۰۴

حمدالله فطرت: خصوصي سکټور دې د کډوالو لاسنیوی وکړي.

د سرپرست حکومت چارواکي وايي، د کډوالو ستونزو د حل په موخه د هرات په اسلام کلا بندر کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

 د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت چې د اسلام کلا بندر ته تللی له خصوصي سکټور او ولسي خلکو غوښتي، چې کډوالو ته د خوړو او اوبو برابرولو سربېره ولایتونو ته د هغوی لېږد برخه کې لازیاته ونډه واخلي. 

د هرات د سیمه‌ییزو مسوولینو د شمېرو پربنسټ په نږدې تېرو شلو ورځو کې د اسلام کلا بندر له لارې له ایرانه شاوخوا نیم میلیون افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

 د هرات د سیمه‌ییزو مسوولینو په خبره په ورځني ډول له شل تر ۲۵ زرو پورې کسان د اسلام کلار بندر له لارې هېواد ته راستنېږي.

مطالب

حمدالله فطرت: خصوصي سکټور دې
د کډوالو لاسنیوی وکړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ