Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر پوهنې ریاست سره د ۷۷زره ډالرو تدریسي توکو مرسته وشوه.
۱۰ جوزا ۱۴۰۴

د لوګر پوهنې ریاست سره د ۷۷زره ډالرو تدریسي توکو مرسته وشوه.



د لوګر ولایت پوهنې ریاست مسوولان وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت له پوهنې ریاست سره د ۷۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د تدریسي توکو مرسته وشوه.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب نن (شنبه، جوزا ۱۰) زینت راډیو ته وویل:

«دغه مرسته کې د ښوونکو ۷۹۷ تدریسي کڅوړې شاملې دي چې هره کڅوړه یې یو لاسي بیک او ۲۶ قلمه د اړتیا وړ تدریسي مواد لري چې ډېر ژر به د ۲۸۸ ښوونځیو د صنفي اصولو پر ښوونکو ووېشل شي.»

عرب زیاته کړه چې د یادو تدریسي توکو له وېش وروسته به د لوګر په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ښوونکي د تدریس پر مهال له شته ستونزو خلاص او زده‌کوونکو ته به معیاري تدریس وکړي.

اخوا د لوګر مرکز پل‌علم ښار یوه ښوونکي عبدالله زینت راډیو ته وویل، سږ کال د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري له پوهنې ریاست سره اساسي مرستې شوې دي.

هغه زیاته کړه، د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د تدریسي توکو مرسته د پوهنې بهیر سره دا مرسته کولای شي چې په ښوونځيو کې د زده‌کوونکو د کتابونو او د ښوونکو د تدریسي مواد کمښت ستونزه په بشپړه توګه هواره شي.

هېره دې نه وي چې تېره اونۍ هم د یونیسف له لوري د لوګر د ښوونځيو له زده‌کوونکو سره د ۱۲ زره ټوک کتابونو مرسته شوې ده.

مطالب

د لوګر پوهنې ریاست سره
د ۷۷زره ډالرو
تدریسي توکو مرسته وشوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ