Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د هوا پېژندنې ادارې ۱۴ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کړی.
۷ سرطان ۱۴۰۴

د هوا پېژندنې ادارې ۱۴ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کړی.



د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن شنبه او سبا یکشنبه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برښنا، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی.

د هوا پېژندنې ادارې نن (شنبه، سرطان، ۷مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادو ولایتونو کې نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان‌وردګ، لغمان، کاپیسا، پروان، غزني او زابل شاملیږي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو ولایتونو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملي مترو پورې ووسي.

همدارنګه په شمالي، سویل ختیځو، لوېدیځو او مرکزي سیمو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل شوی چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومتره په ساعت کې اټکل کیږي.

د یادونې ده چې د میدان‌وردګ، لوګر، پکتیا او لغمان په شمول یوشمېر ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

مطالب

د هوا پېژندنې ادارې
۱۴ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ